د ارسلان په نوم يو افغان ماشوم وايي، چي د پنجاب حکومت يوه مياشت د پاکستان په زندان کي بندي کړی و

د ارسلان په نوم يو افغان ماشوم وايي، چي د پنجاب حکومت يوه مياشت د پاکستان په زندان کي بندي کړی و.
هغه د خپل زنداني کېدو کيسه په ماشومانه ژبه کوي.
د سرچينو په وينا د پنجاب حکومت د افغان مېرمنو، ماشومانو، ځوانانو او کډوالو ځورولو ته د نور کله په څېر اوس هم ادامه ورکړې.

په ورته وخت کي د ټولنيزو رسنيو يو شمېر فعالانو ويلي، چي د ارسلان په شان ماشومان بايد په زندانونو کي نه، بلکي په ښوونځيو، کورونو او د لوبو په ميدانونو کي وي.
هغوی وايي دا پوښتنه لا هم بې‌جوابه ده، چي تر څه وخته پوری به د افغان ماشومانو او کډوالو درد ناليدلی پاته کېږي او افغان ط..البان به ورباندي چپ وي.