د اروپايي ټولني د بهرني سیاست مسؤلي کایا کالاس خبرداری ورکړی، چي د امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه به د هيڅ لوري په ګټه نه وي او د سیمي امنیت به د زياتو خطرونو سره مخ کړي.
هغې د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډي پر مهال په قبرس کي خبریالانو ته ویلي، دواړه هیوادونه اوس د جګړې او سولي ترمنځ په ډېر حساس پړاو کي قرار لري او د شخړو دوام کولای سي وضعیت نور هم خراب کړي.
هغې د دواړو لورو څخه غوښتي چي د جګړې پر ځای د سولي لاره غوره کړي؛ ترڅو په سيمه کي سوله او ثبات قایم سي.