د اروپايي پارلمان غړې د ط..البانو له استازو سره د خبرو له پاره بروکسل ته د هغوی د بللو پرېکړه غندلې او ویلي ئې دي، چي اروپايي ټولنه باید د بشري حقونو د سرغړونکو پر وړاندي جدي دریځ خپل کړي.
هغې ویلي، په افغانستان کي میلیونونه میندي او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ډېری کورنۍ له سخت اقتصادي وضعیت څخه کړېږي.
د هغې په وینا، خبریالان او مدني فعالان تر فشار لاندي دي او ښځي له زده کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه لیرې ساتل سوي دي.
هانا نیومن ټینګار کړی، چي د دغو ستونزو باوجود، اروپايي ټولنه د سختو اقداماتو پر ځای ط..البانو ته د سیاسي خبرو او ناستو فرصت ورکوي، چي دا کار ښايي د ط..البانو د نړۍوال مشروعیت د پیاوړتیا لامل سي.
هغې بروکسل ته د ط..البانو د غوښتلو سره مخالفت څرګند کړی او د هغوی د سفر د لغوه کېدو غوښتنه ئې کړې ده.