د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي تېره شپه ئې د فارياب ولايت په مرکز کي د ط..البانو پر استناف محکمې بريد کړی، چي له امله ئې څلور ط..البان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه راکيټي بريد کي ئې دوه نور ط..البان ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د يادي جبهې د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.