د ازادۍ جبهې په خپل تازه نشر سوي راپور کي ويلي، چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي ط..البانو د تېر جمهوري نظام ۱۲۳ سرتېري وژلي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي ط..البانو دغه سرتېري په يوه او بله بهانه وژلي دي.
په دغه راپور کي دغه راز ويل سوي، چي ط.البانو دغه راز د تیر نظام ۱۳۱ سرتېري نيولي، بنديان کړي او شکنجه کړي دي.
راپور زياتوي چي دغه سرتېري په بېلابېلو ولايتونو کي ط..البانو وژلي او نيولي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.