د استراليا د بشري مرستو د ادارو استازو ويلي، نژدې پنځه کاله وروسته له هغه چي ط..البان پر افغانستان واکمن سوي، د دغه هيواد بشري وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دئ او میلیونونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دغو ادارو په وینا، استرالیا باید افغانستان ته خپلي بشري مرستي پراخه کړي، د افغان کډوالو د منلو له پاره ځانګړي پروګرامونه ترتيب او له خطر سره مخ افغانانو ته د خوندي کېدو زمینه برابره کړي.
دوی همداراز ټینګار کړی چي د ښځو په مشرۍ د مدني بنسټونو ملاتړ باید پیاوړی سي، ځکه په افغانستان کي ټولي ښځي د زده کړو، کار او مدني فعاليتونو څخه محرومي دي.
د هغوی په وينا که څه هم استرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسي د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو له لاري افغانستان ته سلګونه میلیونه استرالیايي ډالر په ارزښت بشري مرستي برابري کړي، خو د نړۍوالو مرستو په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو د کمېدو له امله لا هم د مرستو لویه تشه موجوده ده.
له همدې امله دغو ادارو د استرالیا له دولت څخه غوښتنه کړې، چي د افغانستان د روان بشري بحران د اړتیاوو د پوره کولو له پاره نوي او عملي تګلاري خپلي کړي.