د استرالیا حکومت اعلان کړی چي د افغانستان په تړاو ئې د بندیزونو یو نوی چوکاټ جوړ کړی او د ط..البانو پر څلورو لوړپوړو

د استرالیا حکومت اعلان کړی چي د افغانستان په تړاو ئې د بندیزونو یو نوی چوکاټ جوړ کړی او د ط..البانو پر څلورو لوړپوړو چارواکو ئې د ښځو، ازادۍ او ټولني د حقونو د سرغړوني له امله بنديز پر لګولی.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کي راغلي چي د امرب.المعروف وزير محمد خالد حنفي، د‌ لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم، د عدليې وزير عبدالحکیم شرعي او د ط..البانو د ستري محکمې رئيس عبدالحکيم حقاني د بندیزونو په لېست کي شامل دي.
د ياد هيواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي دا کسان استرالیا ته د سفر حق نه لري او له دوی یا د دوی تر کنټرول لاندي ادارو سره هر ډول همکاري جرم ګڼل کېږي.

استرالیا وايي، دغه بندیزونه د بشري حقونو د ملاتړ او د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا له پاره عملي سوي دي.