د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او فلمي لوبغاړي حامد احساس کورنیو ویلي

د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او فلمي لوبغاړي حامد احساس کورنیو ویلي، چي هغوی شاوخوا یوه میاشت مخکي په اسلام‌اباد کي نادرکه سوي او تر اوسه ئې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د هغوی د کورنیو په وینا، د چنګاښ په ۱۳مه ماښام مهال له دواړو سره اړیکي پرې سوي او وروسته ئې موټر د اسلام‌اباد په ډي۱۲ سیمه کي د جي‌پي‌اېس له لاري موندل سوی، خو هغوی په موټر کي نه وو.
د هغوی کورنۍ وايي، پولیسو ته ئې راپور ورکړی، خو تر اوسه د لټون او څېړنو کومه څرګنده پایله نه‌ده ترلاسه سوې.

دوی له پاکستاني چارواکو غوښتي چي د دواړو د موندلو له پاره جدي او بې‌پرې اقدامات وکړي.