د افغان رسنيو د ملاتړ سازمان ويلي، چي اوس مهال ۸ افغان خبريالان د ط..البانو سره بنديان دي.
ياد سازمان ويلي، چي د ط..البانو تر واک لاندي په افغانستان کي د بيان ازادي تر ګواښ لاندي ده او په وينا ئې چي پر افغان رسنيو سانسور ورځ تر بلي زياتېږي.
د امسو په حواله د افغان خبريالانو پر وړاندي دا ډول حالت دوام کولای سي، د افغانستان رسنۍ له لا سختو محدودیتونو سره مخ کړي او د ازادو رسنیو فعالیتونه به د ګواښ سره مخ کړي.
امسو پر نړۍوالو سازمانو ږغ کړی، چي د افغان خبريالانو د خپل سرو نيونو په اړه غبرګون وښيي او د افغان خبريالانو ترڅنګ دي ودرېږي.