د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دروازو له تړل کېدو او د رسمي سوداګرۍ له درېدو وروسته، د قاچاقي لارو د سوداګریزو توکو لېږد خورا زيات سوی.
څراغ ټلوېزیون ته په لېږل سوې ويډيو کي ويل سوي، چي د ډیورنډ فرضي کرښي په بالولي سیمه کي سوداګریز توکي په قاچاقي توګه لېږدول کېږي.
په ویډیو کي ادعا کېږي چي ط..البان او د پاکستان حکومت دواړه له دې تګ راتګ خبر دي.
ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چي د دواړو لورو حکومتونو پر بېوزله ولسي خلګو او ناروغانو رسمي لاري تړلي دي، خو په پټو او قاچاقي لارو کي بیا د میلیونونو ډالرو سوداګري په رڼا ورځ روانه ده.