د پاکستان څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پاکستان پوځ د پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد ترمنځ ټولي لاري د کانټينرونو او سيخانو په وسيله تړلي.
د ځايي خلګو په وينا چي دغه لاري ئې د عمران خان د ګوند د پلويانو د لاريونونو د بېري تړلي دی.
د ځايي خلګو په وينا چي په اسلام اباد کي هم دولت سخت امنيتي تدابير نيولي.
تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول ددغه موضوع په تړاو څه نه دي ويلي.