د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د پنج شنبې په ماخستن ئې د سرپل ولايت په اوله حوزه کي پر ط..البانو بريد کړی

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د پنج شنبې په ماخستن ئې د سرپل ولايت په اوله حوزه کي پر ط..البانو بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې درې ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
يادي جبهې ويلي، چي تر بريد وروسته د دوی ځواکونه بېرته خپلو سيمو ته تللي.

تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.