د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو او له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو له بندیز سره سره، افغانستان ته د قاچاقي درملو د لېږد مخه نه ده نیول سوې.
ط..البانو ويلي، چي په هلمند ولايت کي ئې ۱۷.۴ مټريک ټنه قاچاقي درمل تر نيول کېدو وروسته سوځولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په سوځول سوو توکو کي د انسانانو، څارویو او کرني درمل شامل دي.
ط..البان وايي، چي دغه درمل ئې په تېرو ۴۵ ورځو کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال نيولي.