د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په برلین کي د افغانستان سفارت او بن کونسلګرۍ ته څلور نور استازي لیږي.
سرچينو څراغ تلوېزيون ويلي، چي دا کسان هدایت الله پکتین، محمد حکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او اکبر رستاد دي.
سرچینې وايي، دا څلور تنه اوس په قطر کي دي او د جرمني ويزې ته انتظار باسي.
د سرچینو په وينا چي جرمني د دوی له ويزو سره موافقه کړې ده؛ خو ط..البانو او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
بايد وويل سي، جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسي ط..البان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د کونسلي چارو او د افغان کډوالو د بېرته استولو په اړه له دوی سره تخنیکي اړیکي لري.