د امریکا د سمندري ځواکونو دریمه الوتکي وړونکې بېړۍ د منځني ختیځ په سیمه کي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) عملیاتي

د امریکا د سمندري ځواکونو دریمه الوتکي وړونکې بېړۍ د منځني ختیځ په سیمه کي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) عملیاتي حوزې ته رسېدلې ده.
امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چي له دې سره په منځني ختیځ کي د امریکا د الوتکو وړونکو بېړیو د جنګي ډلو شمېر درو ته رسېدلی دئ.
د راپور له مخي، تر دې مخکي د امریکا دوې نوري الوتکي وړونکې بېړۍ هم په سیمه کي فعالي وې.

تر اوسه د امریکا دفاع وزارت او مرکزي قوماندانۍ په دې اړه رسمي څرګندوني نه دي کړې.
منځني ختیځ ته د امریکا د پوځي ځواکونو د حضور زیاتوالی په داسي حال کي دئ، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ دوام لري او امریکا د ایران پر وړاندي د بیا بریدونو احتمال ارزوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *