د افغانستان د آزادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ ويلي، چي د بدخشان ولايت د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سيمه کي ئې د ط..البانو پر يوې پوستې بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه بريد کي ئې څلور ط..البان وژلي او درې نور ئې ټپيان کړي دي.
تر اوسه ط..البانو د افغانستان د آزادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم د ازادۍ جبهې په کندز ولايت کي د ورته بريد راپور نشر کړی و.