په خوست ولايت کي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي اعتبار صندوق په مالي ملاتړ څلور نوي روغتیایي مرکزونه جوړ

په خوست ولايت کي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي اعتبار صندوق په مالي ملاتړ څلور نوي روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټي اخیستني ته سپارل سوي دي.
دغه مرکزونه د مندوزي، ځاځي میدان، تڼیو او صبري ولسوالیو کي جوړ سوي، چي د مور او ماشوم د ساتني له پاره ځانګړي سوي دي.
ياد سازمان وايي چي د دغو مرکزونو جوړولو له پاره ۲۷ میلیونه افغانۍ لګول سوي دي او تمه ده، چي هر یو مرکز به شاوخوا څلور نیم زره کورنیو ته روغتیایي خدمتونه وړاندي کړي.

بايد وويل سي، له هغه وروسته چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د امریکا مالي مرستي قطع سوې، په افغانستان کي د بديجې د کمښت له امله له ۴۰۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل سوي دي.