د پاکستان پوليسو د دوشنبې په ورځ ويلي، چي د بلوچستان ايالت په مګسي ولسوالۍ کي د پوليسو پر يوې پوستې باندي وسله والو بريد کړی.
د پوليسو په وينا چي په دغه بريد کي يو ماشوم وژل سوی او پنځه کسان نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي يو د پوليسو افسر او درې نور پوليس هم شامل دي.
تراوسه د دغه بريد مسؤليت کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی، پوليسو ويلي چي د ياد بريد په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.