د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د چهارشنبې په ماښام ئې د تخار په مرکز تالقان ښار کي د ط..البانو د استخباراتو پر يوې ډلي بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا په دغه بريد کي د ط..البانو د استخباراتو يو غړی وژل سوی او د قوماندان په ګډون ئې درې کسان ټپيان سوي.
ط..البانو د افغانستان د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.