د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو سره جګړه کړې ده

د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو سره جګړه کړې ده.
دغي جبهې ويلي، چي په دغه جګړه کي ئې ۱۰ ط..البان وژلي او ۶ نور ئې ټپيان کړي دي.
د ازادۍ جبهې ويلي، چي جګړه د سې شنبې د ورځي له غرمې وروسته پیل سوې او د شپې شاوخوا ۱۰ بجو پوري ئې دوام کړی دئ.

د دغي جبهې په وینا، ط..البانو د خپلو ځواکونو د ملاتړ له پاره سیمي ته تازه ځواکونه استولي او هڅه ئې کړې چي د توپچي بریدونو له لاري د جبهې دفاعي کرښي او سنګرونه مات کړي؛ خو ادعا کوي چي دغه هڅه ئې له مقاومت سره مخ سوې ده او ط..البان پر شا سوي دي.
تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.