د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د روژې مبارکي مياشتي د فضليت له امله ئې په موقتي ډول خپل فعاليتونه د دغي مياشتي تر پايه پوري ځنډولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه اقدام ئې د روژې مبارکي مياشتي د درناوي او د هيوادوالو د ارامۍ له پاره اخيستی دئ.
دغي جبهې ويلي، چي هغه وخت به د روژې مياشتي په جريان کي اقدام کوي، که چيري ط..البانو د افغان ولس او ښځو ځورول زيات کړل.

هېره دي نه وي، چي ط..البانو د افغانستان د ازادۍ په نوم د دغي جبهې د څرګندونو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.