د کنړ ولايت د ط..البانو د کانونو او پټروليم رياست څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د کنړ ولايت د ط..البانو د کانونو او پټروليم رياست څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې ۴۷۴ کيلو ګرامه د بيروج قيمتي ډبري خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه قيمتي ډبري ئې د ازادي دواطلبۍ د لاري د ۲۲ ميليونه او ۲۹۰ زره افغانيو په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي ط..البانو د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ د سربو او جستو د کانونو څخه هم ۵۴۲.۵ ټنه سرب او جست د ۷ ميليونه او ۳۲۳ زره افغانيو په بدل کي او د پنجشېر د کانونو څخه ۷۵۱۳ قيراطه زمرد د ۶ میلیونه ۷۵۹ زره ۶۷۱ افغانیو په بدل کي د ازادي دواطلبۍ د لاري د ټاکل سوي کمېټې په حضور کي پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي و.