د افغانستان د رسنيو د ملاتړ سازمان امسو ويلي، يو شمېر افغان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي چي اوس مهال په پاکستان او ايران کي مېشت دي، له سختو ستونزو سره مخ دي او لا هم د برازیل د بشري ويزې په تمه ناست دي.
امسو د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي ويلي، چي ياد خبريالان د امنيتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي دي، خو په کوربه هيوادونو کي د قانوني اسنادو د نشتوالي له کبله د جبري ايستلو له خطر سره مخامخ دي.
د دغه سازمان په وينا، د ويزې د بهير اوږدېدل او د روښانه مهالوېش نه موجوديت د دغو کسانو پر روحي او جسمي حالت ناوړه اغېز کړی او بېباوري او اندېښنې ئې زياتي کړي دي.
امسو له برازیل حکومت او د هغه هيواد له سفارتي استازوليو غوښتنه کړې، چي د افغان خبريالانو د بشري ويزو دوسيې ژر او په روڼ ډول وڅېړي او د بهير په اړه څرګند معلومات او ټاکلی مهالوېش وړاندي کړي.
دغه سازمان همداراز له نړۍوالو رسنيزو او بشري حقونو بنسټونو غوښتي، چي د افغان خبريالانو د خونديتوب او چټک لېږد له پاره خپلي هڅي زياتي کړي.
امسو ټينګار کړی، چي د بيان ازادي او د خبريالانو خوندیتوب نړۍوال ارزښتونه دي او هېڅ خبريال بايد د خپل مسلکي کار له امله له ګواښ او نامعلوم برخليک سره مخ نه سي.