د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په نهه‌پوله سیمه کي ئې د ط..البانو پر یوې پوستې برید کړی دئ.
د جبهې په وینا، چي دغه برید ئې د عقرب پر ۲۲ مه نېټه د کابل – شمال پر لویه لار کړی، چي له امله ئې د ط..البانو یو غړی وژل سوی او دوه نور ټپیان سوي دي.
بايد وويل سي، چي د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ماښام د يو بريد پرمهال په کاپيسا کي هم اوو ط..البانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *