په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، د افغانستان د وضعیت ښه کېدل یوازي د دغه هیواد په ګټه نه دي، بلکي د نړۍ د امنیت او ثبات له پاره هم ارزښت لري.
عرفات جمال خبرداری ورکړی، چي د افغانستان له وضعیت څخه سترګي پټول ښايي د سیمي او نړۍ پر امنیت ناوړه اغېزې ولري.
هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت او له اوو هیوادونو سره ګډي پولي د دغه هیواد د ثبات د نړۍوال اهمیت لامل بللی دئ.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسي له ګاونډیو هیوادونو څخه څه باندي ۶.۵ میلیونه افغانان راستانه سوي، چي ډېری ئې د سرپناه، کاري فرصتونو او هویتي اسنادو له نشتوالي سره مخ دي.
هغه ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره له راستنېدونکو سره د هویتي اسنادو، استوګنځای، کار موندلو او نغدي مرستو په برخه کي همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *