د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د روان میلادي کال له پیل راهیسي د پولیو ۵۰ مثبتي پېښي ثبت سوي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د روان میلادي کال له پیل راهیسي د پولیو ۵۰ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د دغه سازمان د تازه شمېرو له مخي، د نومبر تر لومړۍ نېټې په یوه اوونۍ کي د هیواد په پنځو ولایتونو کي اته نور ماشومان په پولیو اخته سوي دي.
په راپور کې ویل سوي، درې پېښي په هلمند، دوې په بغلان او په کندهار، فراه او ننګرهار کي یوه ـ یوه پېښه ثبت سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *