د افغانستان د زده کړو فعال مطیع الله ویسا په فرانسه کي د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ نړۍواله جایزه ګټلې ده.
د معلوماتو له مخي په دې بهیر کي د ۷۵ هیوادونو ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو ګډون کړی و چي د ټولو تر منځ ویسا ددي جایزې ګټونکی وټاکل سو.
مطیعالله ویسا د کلونو راهیسي په افغانستان کي د زدهکړو د پراختیا او د ماشومانو د تعلیم د ملاتړ په برخه کي فعالیت کوي.