د افغانستان د سولي له پاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد پر کابل د پاکستان پوځ وروستی برید غندلی

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد پر کابل د پاکستان پوځ وروستی برید غندلی دئ.
هغه د ياد بريد له امله د ملکي خلګو پر تلفاتو اندېښنه ښودلې او د نړۍوالو څخه ئې غوښتي چي دغه بريد دي په کلکه وغندي او د پېښي د قربيانيو سره دي بشري مرستي وکړي.
خليلزاد پر افغان ط..البانو ږغ کړی، چي د پاکستان پر وړاندي په هوښيارۍ او فکر عمل وکړي او د پاکستان په اړه دي خپل پر پاليسۍ غور وکړي.

هغه دغه راز ويلي چي د پاکستان ولس شايد د پاکستان د‌ يادو بريدونو څخه ناخوښه وي؛ خو پوځ او د پوځ مشران ئې د خپل پاکستاني ولس خوښۍ ته پام نه کوي.
د هغه په وينا چي د پاکستان پوځ د خپلو خلګو غوښتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.