د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند دریم کال ته په رسېدو سره دا پوښتنه راپورته کېږي، چي ایا د هغه زنداني کول د پاکستان په ګټه دي که په زيان.
خلیل‌زاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که څه هم پاکستان د بهرني سیاست په برخه کي ځیني بریاوي لري، خو دغه هیواد اوس د تېرو درو کلنو په پرتله له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دئ.
هغه زیاته کړې، چي د پاکستان اړیکي له افغانستان او هند سره هم تر پخوا ډېري خرابي سوي دي.

د نوموړي په وینا، پاکستان د روان بحران څخه د وتلو له پاره د خپلو سیاستونو بنسټیزي بیاکتني او د کورني پخلایني بهیر ته اړتیا لري.