د ملګرو ملتونو ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، د دې سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ په ملګرو ملتونو کي د افغانستان چوکۍ ط..البانو ته د سپارلو له پاره هېڅ اقدام نه دئ سوی.
نوموړي د يوې خبري غونډي پر مهال ويلي، چي د حکومتونو په رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو نه، بلکي د غړو هيوادونو پرېکړه ده او هغوی پرېکړه کوي، چي د افغانستان قانوني استازی څوک ټاکي.
د هغه په وینا، تر اوسه په دې برخه کي د غړو هیوادونو ترمنځ هېڅ عملي خوځښت نه لیدل کېږي.
فرحان حق زیاته کړې چي د افغانستان د چوکۍ د سپارلو موضوع د غړو هیوادونو له پرېکړي سره تړاو لري او د ملګرو ملتونو له لوري په دې اړه کوم بدلون نه دئ رامنځته سوی.