د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي هرمز تنګی به ژر بېرته پرانیستل سي او خبرداری ئې ورکړی، چي که دا کار ونه سي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي هرمز تنګی به ژر بېرته پرانیستل سي او خبرداری ئې ورکړی، چي که دا کار ونه سي، نو ايران به د سخت غبرګون سره مخ سي.
ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکه کي ويلي، چي امریکا د دوهمي نړۍوالي جګړې وروسته تر ټولو د ستر برید د ترسره کولو په درشل کي وه، خو د ده په وینا، ایراني چارواکو تر برید مخکي د خبرو غوښتنه وکړه او واشنګټن هم له هغې وروسته خبرو ته غاړه کښيښودل.
هغه ويلي د ایران د اټومي پروګرام پر ضد اقدامات ئې د دې له پاره کړي، ترڅو تهران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او د نړۍ امنيتي وضعيت خراب نه سي.

بل لور ته، د ایران دولتي رسنیو د یوه باخبره چارواکي په حواله راپور ورکړی، چي تر هغه وخته به د عمان په منځګړیتوب د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو هوکړه وځنډوي؛ ترڅو چي ټرمپ خپل ګواښونه بندوي.