د افغانستان د سوکوهني فدراسیون یو شمېر روزونکي د مسلکي زدهکړو په موخه قزاقستان ته سفر کړی دئ.
د فدراسیون د معلوماتو له مخي، یاد روزونکي به هلته د نړۍوالو متخصصینو تر لارښووني لاندي په سمينار کي د روزني نوي طریقې، تخنیکي مهارتونه او د معاصري روزني اړوند زدهکړي ترلاسه کړي.
مسئولان وايي، دا ډول پروګرامونه د روزونکو د وړتیاوو د لوړولو، د تمریناتو د کیفیت د ښهوالي او په افغانستان کي د سوکوهني د ودي له پاره مهم رول لري.