د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی غړی، نومیالی لیکوال، فولکلوریسټ

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی غړی، نومیالی لیکوال، فولکلوریسټ، د متن څېړني مخکښ او د خوست د پوهني پخوانی رئیس استاد محمدعارف غروال، تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سوی دئ.
ارواښاد غروال د پښتو ادب، فولکلور او متن څېړني په ډګر کي ارزښتناک او نه هېریدونکي خدمتونه ترسره کړي وو. نوموړي د خپلي علمي او فرهنګي هڅي له لاري د پښتو ژبي او ادب د ودي له پاره مهم آثار او څېړنیز کارونه پرېښي، چي د علمي او ادبي ټولنو له خوا به تل په درناوي یادېږي.
استاد محمدعارف غروال د افغانستان د علومو اکاډمۍ له فعالو او درنو څېرو څخه و، چي د پښتني فرهنګ، ولسي ادب او څېړنیزو مطالعاتو په برخه کي ئې ځانګړی مقام درلود.