د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي عظمتالله عمرزي د کرکټ په نړۍوال ډګر کي یو بل مهم ویاړ ترلاسه کړ.
نوموړي د نړۍوالي کرکټ شورا (ICC) له لوري د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په تازه اعلان سوې درجهبندۍ کي لومړی ځای خپل کړی دئ.
عمرزي چي په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو برخو کي اغېزناک رول لوبوي، په وروستیو سیالیو کي د ښه ځلېدني له امله وتوانېدئ، چي د نړۍ د غوره الراونډرانو له ډلي سر ته ورسېږي.
دغه راز د زېمبابوی الراونډر سکندر رضا دوهم مقام او محمد نبي عيسی خيل دريم مقام خپل کړی.