د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ یو ځل بیا په افغانستان کي د ښځو او نجونو پر زدهکړو د بندیز د ختمېدو غوښتنه کړې ده.
هغه په خپل پیغام کي ویلي، چي یوازي په افغانستان کي نوی تعلیمي کال داسي پیلېږي، چي نجوني تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه سي تللی او ښځي د لوړو زدهکړو څخه بې برخي دي.
بنټ دا بندیز غیرقابل قبول بللی او ټینګار ئې کړی چي باید ژر تر ژره لغوه سي.