د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبر ورکړی چي جاپان د افغانستان د خلګو د ملاتړ په موخه درې میلیونه امریکايي ډالره نوې مرسته کړې ده.
د یاد صندوق د پنج شنبې په ورځ ويلي چي دا مالي مرسته به د دایکندي، فاریاب، خوست، پکتیکا او کنړ په لېري پرتو سیمو کي د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا له پاره ولګول سي، څو هغو سیمو ته اساسي روغتیايي اسانتیاوې ورسول سي، چي تر ټولو ډېري اړتیاوي لري.
د سرچینې په وینا، د دغو مرستو له لاري به میندو، نوو زېږېدلو ماشومانو او همدارنګه له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي او تغذیوي خدمات برابر سي او شاوخوا ۲۱۰ زره کسان به ورڅخه ګټه واخلي.
دا په داسي حال کي ده چي جاپان تر دې مخکي هم د افغانستان د روغتیايي برخي د ملاتړ له پاره ۲۴۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې وه.