د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي باور صندوق وايي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي باور صندوق وايي، په کندز او بغلان ولایتونو کي ئې له جګړو د پاته سوو چاودېدونکو توکو څخه څه باندي ۷۲ زره متره مربع ځمکه پاکه کړې ده.
دغه صندوق په خپله اېکس‌پاڼه کي لیکلي، چي د ځمکو د پاکولو ترڅنګ، ځايي اوسېدونکو ته ئې د ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی دئ.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي لا هم د جګړو پاته سوي چاودېدونکي توکي د خلګو ژوند ګواښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *