د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، افغان کډوال باید یوازي هغه وخت خپل هیواد ته ستانه سي چي د خوندي ژوند او د عاید مناسب فرصتونه ورته موجود وي.
هغه ویلي، افغانستان د اقتصادي ستونزو او محدودو امکاناتو له امله د بېرته راستنېدونکو د لوی شمېر د منلو وړتیا نه لري. د ده په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسو میلیونونه افغانان له ګاونډیو هیوادنو بېرته راستانه سوي دي.
عرفات جمال د افغانستان د ګاونډيو او اروپايي هيوادونو غوښتي چي هغه افغانان، په ځانګړي ډول خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او نور د خطر سره مخ کسان، په زور افغانستان ته ونه لېږي، ځکه د هغوی ژوند په افغانستان کي د خطر سره مخ دئ.

هغه د نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغان کډوالو ملاتړ دي وکړي.