د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (یوناما) ويلي، چي د پاکستان په وروستيو هوايي بریدونو کي، چي د پکتیا، پکتیکا او په کنړ ولایتونه کي ئې کړي ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
د یوناما په وینا په وژل سوو او ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د یوناما په خبره دا لومړنۍ شمېرې دي او ښایي د ټپیانو د درملني او د معلوماتو له بشپړېدو سره د مرګژوبلي شمېر نور هم لوړ سي.
دغه سازمان دغه راز زياتوي، چي د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ هوايي برید تر ټولو ډېر زیان اړولی، چي په کښي ۲۲ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۷ نور ټپیان دي.
همدارنګه، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په برید کي شپږ ملکي وګړي وژل سوي او د کنړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په بل برید کي دوه ماشومان ټپیان سوي دي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم تائيد کړې، چي امنیتي ځواکونو ئې د افغانستان په دغو درو ولایتونو کي هوايي بریدونه کړي دي.
یوناما ویلي چي د پېښو د کرهوالي ارزونه لا هم روانه ده او له ټولو ښکېلو لورو ئې غوښتي، چي د نړۍوال بشردوستانه قانون اصول مراعات کړي، د ملکي او پوځي هدفونو ترمنځ توپیر وساتي او د ملکي وګړو د ساتني له پاره لازم احتیاط وکړي.