د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه نوي راپور کي ویلي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه نوي راپور کي ویلي، چي د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پوري په افغانستان کي د جګړو له امله له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل سوي او شاوخوا ۷۷ زره نور ټپیان سوي دي.
دغه سازمان د ياد راپور د چمتو کولو له پاره د ۱۹۵ جګړه‌ ځپلو کسانو، د قربانیانو له ۲۳ ملاتړ کوونکو بنسټونو او د ط..البانو د ۲۳ چارواکو سره مرکې کړي دي
یوناما زیاتوي، د جګړو ډېری قربانیان لا هم له عدالت، مالي جبران او د دوی د زیانونو له رسمي پېژندني بې برخي دي.