د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کابل ولايت د ط..البانو د ۸ امنيتي حوزې د کنټرول امر خپل ملګري وژلي دي.
د سرچينې په وينا د کابل ښار په کارتي نو سیمه کي د ۸ امنیتي حوزې د سیمهییز کنټرول امر سمیعالله بدر د ط..البانو د بل جنګیالي لخوا تر لفظي شخړي وروسته ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د يادوني وړ ده، چي څه موده مخکي هم په بدخشان ولایت کي د ط..البانو ترمنځ په یوه خپلمنځي نښته کي یو ملکي وګړی وژل سوی و.