د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ط..البانو درې کسیزه پلاوی د افغان قونسلګریو د تخنیکي چارو د سمبالولو له پاره دغه هیواد ته تللی دئ.
د ياد وزارت ویاند مارټین ګِزه ویلي، یاد پلاوی په جرمني کي د رسمي ډیپلوماتیکو استازو حیثیت نه لري او د خپلي لنډي دندي له بشپړېدو وروسته به بېرته افغانستان ته ځي.
د نوموړي په وینا، د پلاوي د سفر موخه د افغان استازولیو تخنیکي پیاوړتیا ده، څو هلته مېشت شاوخوا ۴۵۰ زره افغانانو ته قونسلي خدمتونه وړاندي کړي او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو چاري اسانه کړي.