د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني استازي آصف دراني ويلي که افغان ط..البان د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) ضد اقدام و نه کړي؛ نو د دې احتمال سته چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ به اوربند مات سي.
هغه ويلي چي دغه اوربند هغه وخت دوامداره کېدای سي، چي ط.. البان د ترهګرو ضد اقدام وکړي او د سيمي ثبات په نظر کي ونيسي.
هغه ويلي، چي د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله هغه فرمان بايد عملي سي، چي په ۲۰۲۳ ميلادي کال کي ئې په پاکستان کي جهاد منع بللی و.
د دراني په خبره چي د تحريک ط..البان پاکستان په بې وسلې کولو کي بايد افغان ط..البان اقدام وکړي.