د افغانستان متحدي جبهې په دوو جلاجلا خبرپاڼو کي ويلي، چي په مرکز کابل او سرپل ولايت کي ئې دوه ط..البان وژلي

د افغانستان متحدي جبهې په دوو جلاجلا خبرپاڼو کي ويلي، چي په مرکز کابل او سرپل ولايت کي ئې دوه ط..البان وژلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي متحدي جبهې د کابل په ۱۸ مي امنيتي حوزې کي د ط.. البانو د امر ب.المعروف يو غړی ويشتلی او وژلی دئ.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کس قاري اغاګل نومېدئ.

دغه راز يادي جبهې په يوې بلي خبرپاڼه کي هم ويلي، چي د سرپل ولايت په کوهستان ولسوالۍ کي ئې په يوه بريد کي يو ط..الب وژلی دئ.
ط..البانو تر اوسه د متحدي جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.