د افغانستان مخکښ ورو توپاچوونکی راشد خان د کرکټ نړۍوالي شورا (ICC) په تازه درجهبندۍ کي د یو ورځنیو سیالیو د توپاچوونکو په کتار کي تر ټولو لوړ ځای خپل کړی دئ.
د یادې درجهبندۍ له مخي، د پاکستان سپېنر ابرار احمد دویم او د انګلستان تېز توپاچوونکی جوفرا ارچر دریم مقام لري.
راشد خان د شل اوریزو نړۍوالو لوبو په درجهبندۍ کي هم خپل برلاسی ساتلی او د ۷۵۳ نمرو په درلودلو سره په لومړي ځای کي دئ.
د هند ورون چکرورتي په دویم او د پاکستان ابرار احمد په دریم مقام کي ځای لري.