د افغانستان په ختیځ ولایتونو کي د زلزلې ځپلو ماشومانو ژوند د سړې هوا له امله په جدي خطر

د افغانستان په ختیځ ولایتونو کي د زلزلې ځپلو ماشومانو ژوند د سړې هوا له امله په جدي خطر کي دئ.
د ماشومانو د ملاتړ د سازمان (یونیسف) د خبرپاڼي په حواله چي د واوري رواني څپې او يخ د ماشومانو له پاره وضعیت لا خراب کړی دئ.
یونیسف وايي چي شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان د ژمي له شدیدي سړې هوا او د هغې له امله د ناروغیو د خطر سره مخ دي، چي ځیني ناروغۍ ئې وژونکي دي.

ياد سازمان ويلي چي د ماشومانو له پاره عاجلي بشري مرستي، لکه تودو جامو، غذايي مواد او طبي پاملرني ته اړتيا ده.
یونیسف له نړۍوالي ټولني غوښتنه کړې، چي د ماشومانو د ژوند د خوندي کولو له پاره ژر اقدام وکړي، ځکه چي که سمدستي مرسته ونه سي، د ماشومانو وضعیت نور هم خرابېږي.