د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د ایرلنډ پر وړاندي د پنځوس اوریزو سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه ترسره کوي .
ټاکل سوې چي دغه لوبه نن غرمه ۲ بجې د ایرلنډ په کوربتوب پیل سي. افغانستان په دغه لړۍ کي د دوو لوبو بريا خپله کړې؛ خو لومړۍ سیالي د باران له امله بېپایلي پای ته رسېدلې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو سیالیو د دې لړۍ وروستۍ او پنځمه لوبه به راتلونکې جمعه ترسره سي.