ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي وروستیو سېلابونو شاوخوا زر کورنۍ د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په وینا، نورستان تر ټولو ډېر اغېزمن سوی ولايت دئ، چي ۱۲۰ کورنۍ مرستو ته اړتیا لري او تر اوسه ۹۲ کورنیو ته لومړنۍ مرستي رسېدلي دي.
په لغمان کي بیا ۱۸۷ کورنۍ زیانمني سوي، درې کسان مړه او څلور نور ټپیان سوي دي.
سېلابونو ۱۸۳ کورونه، شاوخوا ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۳۱۰ څاروي هم له منځه وړي دي.
دغه سازمان وايي، سېلاب ځپلو سیمو ته ئې ګرځنده روغتیايي ډلي استولي او د ښځو او ماشومانو له پاره ئې د اړتیا وړ مرستي هم چمتو کړي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، پاکي اوبه، خواړه، سرپناه او روغتیايي خدمتونه ئې تر ټولو بېړنۍ اړتیاوي دي.