د پاکستان پوځ وايي، چي د بلوچستان ايالت په پنجګور سيمه کي ئې پنځه وسله وال کسان وژلي دي.
د هغوی په وينا چي دغه کسان ئې د يولړ ځانګړو عملياتو پر مهال وژلي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چي وژل سوي، کسان د بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلي غړو وو.
د پاکستان پوځ وايي، چي په ياده سيمه کي ئې د مهماتو يو لوی ډيپو هم کشف او له منځه وړی دئ.