د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د ایرلنډ پر وړاندي د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د ایرلنډ پر وړاندي د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه کوي.
ټاکل سوې ده، چي دا سیالي د ایرلنډ په برېډي لوبغالي کي د افغانستان پر وخت د ماپښين پر ۲:۱۵ بجو پیل سي.
د افغانستان په لوبډله کي فضل‌الحق فاروقي بېرته شامل سوی او محمد نبي په دې لوبو کي نه لوبېږي.